IQNA

 د مصر د اقافو وزیر د عبدالباسط د زوي  په مړینې تسلیّت ووایه

11:13 - November 02, 2025
د خبر لمبر: 3491953
ایکنا – د مصر د اوقافو وزیر په یوه پیغام کې د مصر د مشهور قاری استاد عبدالباسط  د زوي  عصام عبدالباسط  عبدالصمد  دمړینې په مناسبت تسلیّت ووایه.

ایکنانیوز د نیوز روم له قوله راپور راکړ، د مصر د اوقافو وزیر اسامه الازهری  د استاد عبدالباسط د زوي دمړینې په مناسبت د هغه کورنئ او خبلوانو ته تسلیت ووایه  او له خداوندمتعاله ئې  د مصر ددغه خداي بخښلی قاری  لپاره  جنت الفردوس او د رحمت د پراخوالی غوښته وکړه.  او د  هغه د کورنۍ وګړو او دوستانو ته ئې د صبر او تحمل سپارښتنه..

د استاد عبدالباسط  زوی شیخ یاسر عبدالباسط  عبدالصمد د لړم د میاشتې په نهمه د خپل ورور شیخ عصام عبدالباسط  عبدالصمد د مړینې خبر په فیس بوک کې اعلان کړ او وې لیکل؛ إِنَّا لِله وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُون، په  الهی قدر او قضا باندې په  معتقد زړه سره   د استاد عصام عبدالباسط عبدالصمد مړینه چې د اکتوبر په ۳۱ نیټه   د حدای رحمت ته لاړ، اعلانوم.

وزیر اوقاف مصر درگذشت پسر عبدالباسط را تسلیت گفت

 خدای بخښلی استاد عبدالباسط  محمد عبدالصمد سلیم داؤد په نولس کلنئ کې  د خپل آکا له لور میرمن فتحیه  عبدالعزیز عبدالصمد سره واده وکړ  او ددغه واده نتیجه د هغه یولس بچیان دي.  د محمد ، جماد (غبرګ)خالد طارق، عصام،هشام، او یاسر په نامو سره اوه زامن او د سعد ،فایزه، سعدیه او سحر په نامو سره څلور لوڼه . استاد عبدالباسط  دغه یولس بچیان؛ أحد عشر کوکبا ؛ نومول: له دغو بچیانو څخه  طارق ،هشام او یاسر قاریان دي او د خپل پلار په سټایل سره تلاؤت کوي.

وزیر اوقاف مصر درگذشت پسر عبدالباسط را تسلیت گفت

https://iqna.ir/fa/news/4313962

captcha